ذبیح‌الله مجاهد: د مخکینیو امنیتی ځواکونو د وژنې په اړه د نیویارک ټایمز راپور «مغرضانه» دی

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مخکینیو امنیتی ځواکونو د وژنې په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړ او هغه یې «مغرضانه» وباله.

مجاهد نن چهارشنبه د وری پر ۲۴ ویلی، د طالبانو مشرتابه له لوری عمومی بښنه شوې او هېڅوک له چا څخه د انتقام اخیستلو حق نه لری.

د نوموړی په خبره، نیویارک ټایمز د داسې «بې بنسټه» راپورونو په خپرولو د افغانانو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ ته لمن وهی.

پرون نیویارک ټایمز په یوه څېړنیز راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخکینی حکومت نږدې ۵۰۰ کارکوونکی او د امنیتی ادارو پوځیان د طالبانو له لوری یا وژل شوی یا هم لادرکه شوی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی، چې د غچ اخیستنې په اړه دا څېړنیز راپور یې د بشری حقونو له سازمانونو او د افغانستان په لر او بر کې له نهو خبریالانو سره په ګډه، د قربانیانو د کورنیو له غړو او د هغو کسانو د خبرو پر بنسټ چمتو کړی، چې د غچ اخیستنې له دغو پېښو ژوندی وتلی دی.

نیویارک ټایمز په دغه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې ځینو برخو کې د طالبانو له خوا اعلان شوې ټولبښنه د دې لپاره وه، چې د مخکینی حکومت کسان ځانونه ښکاره او وروسته یې ونیسی.

منبع: هشت صبح