بې‌پولې خبریالان: د یوناما ځانګړی راپور ورکوونکی دې د افغان خبریالانو دفاع لپاره اقدام وکړی

خامه پرس

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې وایی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د برخې ځانګړی راپور ورکوونکی دې د رسنیو او خبریالانو څخه د دفاع لپاره لاس په کار شی.

یاد بنسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او له یوناما یې غوښتی، چې په دې برخه کې اقدام وکړی.

یادې ټولنې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ ته استول شوی لیک کې له هغه غوښتی چې د افغان خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د بیان ازادۍ د دفاع لپاره لاس په کار شی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د یو شمېر رسنیو خبریالان او کارکوونکی له نیولو او څېړنو وروسته بېرته خوشې کړې دی.

د یوناما یاد ځانګړی راپور ورکوونکی ته په استول شوی لیک کې همدا راز لیکل شوی، چې د ۲۰۲۱ اکسټ له ۱۵مې نېټې وروسته، هغه مهال چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول تر ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې شااوخوا ۵۰ رسنیز کارکوونکی د حاکم نظام د ځواکونو او استخباراتو له‌خوا نیول شوی او له لنډ بند وروسته بېرته خوشې شوی دی.