د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې د اوس لپاره د طالبانو حکومت هېڅ کوم ډیپلومات نه‌منی

خامه پرس

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده په خبره، د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې په افغانستان کې نوی حکومت او سیاسی نظام باید په رسمیت وپېژندل شی، څو د نویو استازو لېږلو ته لار هواره شی.

نوموړی په دې اړه نور مالومات نه‌دی ورکړی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له‌خوا استول شوی ډیپلومات ومانه.

چین او پاکستان هم تر دې وړاندې د طالبانو استازی منلی وو.

ښاغلی خطیب‌زاده په کابل او هرات کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ مخ ته د لاریون‌ په اړه وویل، چې ایران لا هم د هرات کونسلګرۍ مخې ته د اور اچوونکو د پېژندلو په تمه دی.