افغان کرکټ لوبډله د نړیوال جام لپاره تیاری نیسی

خامه پرس

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله نړیوال جام ته د چمتووالی په هدف راتلونکې جمعه لومړۍ تمریناتی لوبه کوی.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلی چې افغان لوبډلې اوس مهال په استرالیا کې تمرینات پیل کړی او ټاکل شوې چې راتلونکې جمعه به لومړۍ تمریناتی لوبه هم ترسره کړی.

د کرکټ بورډ د ویاند «فرید هوتک» په وینا چې د افغانستان ملی لوبډله اوس په استرالیا کې د نړیوال جام لپاره چمتووالی نیسی.

ویل کېږی چې افغان لوبډله به د تمریناتی لوبو په لړ کې له پاکستان او بنګله‌دېش سره هم لوبې وکړی او د نړیوال جام د لومړۍ لوبې په هدف به د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان له لوبډلې سره مخامخ شی.

څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ استرالیا ته د افغان لوبغاړو وختی رسېدل ګټور بللی ول او زیاته کړې یې وه چې د دریو اونیو په تېرېدو سره به افغان لوبډله د دغه هېواد له هوا، لوبغالی او وخت سره آموخته شی.

کرکټ بورډ دا هم ویلی وو چې افغان لوبډله به په دریو اونیو کې د نړیوال جام لپاره د چمتووالی په هدف څو تمریناتی لوبې هم وکړی.