د شل‌اوریز نړیوال جام لپاره د افغانستان ۱۵کسیزه لوبډله اعلان شوه

خامه پرس

د افغانستان کرکټ‌ بورډ په راتلونکی شل‌اوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړې، خو څلور نور لوبغاړی به هم د اړتیا په صورت کې لوبېږی.

کرکټ بورډ نن پنجشنبه د وږی پر ۲۴مه پر خپله وېبپاڼه لیکلی چې د غوراوی کمېټې له لوری د راتلونکی شل اوریز نړیوال جام لپاره ډېر پیاوړی او باتجربه لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

په دغه نوملړ کې محمد نبی لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غنی، درویش رسولی، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقی، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دی.

د اعلامیې له مخې، پر پورته لوبغاړو سربېره شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطی لوبغاړو په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ د غوراوی کمېټې د مشر «نورالحق ملکزی» په وینا: “موږ همېشه په دې هڅه کې یو چې د ټولو نړیوالو سیالیو په موخه یوه تکړه او پیاوړې لوبډله غوره کړو، ترڅو وکولی شی د تل په څېر د افغانستان نوم وځلوی.” 

د نړیوال شل اوریز جام کرکټ سیالۍ د راتلونکی اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه‌توب پیلیږی چې د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پوری به دوام ومومی.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې دا هم ویل شوی چې د راتلونکی شل اوریز نړیوال جام په ‘الف’ ګروپ کې (افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا) لوبډلې شته چې دوې نورې به ورته له لومړی پړاو څخه لاره بیامومی.

د دغو سیالیو په ‘ب’ ګروپ کې (هندوستان، بنګله‌دېش، پاکستان او سویلی افریقا) لوبډلې ځای پر ځای شوې دی چې یاد ګروپ ته به هم دوه نورې لوبډلې له لومړی پړاو څخه ورشی.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې، چې یادې سیالۍ به د اسټرالیا په هوبرت، میلبرن، پرت، سیډنی، بریسبېن او اډلیډ ښارونو کې ترسره شی