د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د اوس لپاره د طالبانو حکومت هېڅ کوم ډيپلومات نه‌مني

خامه پرس

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده په خبره، د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې په افغانستان کې نوی حکومت او سیاسي نظام باید په رسمیت وپېژندل شي، څو د نویو استازو لېږلو ته لار هواره شي.

نوموړي په دې اړه نور مالومات نه‌دي ورکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له‌خوا استول شوی ډيپلومات ومانه.

چین او پاکستان هم تر دې وړاندې د طالبانو استازي منلي وو.

ښاغلي خطیب‌زاده په کابل او هرات کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ مخ ته د لاریون‌ په اړه وویل، چې ایران لا هم د هرات کونسلګرۍ مخې ته د اور اچوونکو د پېژندلو په تمه دی.